Wednesday, November 20, 2013

12:23 PM
اُردو                          English

يو سو ورځي مښکي چي زه په سوات کښي ووم نو په بازار کښي راسره يو څپل زوړ ملګرے اچانک ميلاوشو. دعاسلام نه پس راته هغه اوويل چي دے دلته په سينور هسپتال کښي دے. دغه وخت هغه هم په تادئي کښي وو او زه هم، مالا يه سبا ورځ له خپل هسپتال ته ده راتلو بلنه راکړه. ده دوي هسپتال سينور (سوات انسټيټيوټ آف نيوکليئر ميډيسن، آنکالوجي اينډ ريډيوتهراپي) ده سوات په سيمه کښي ده کينسر ده مريضانو دپاره قائم کړے شوے دے. دا هسپتال ده "پاکستان اټامک انرجي کميشن" يوه نوي اداره دي. ده پاکستان اټامک انرجي کميشن داسي ديارلس ۱۳ نوري ادارے هم پا ټول پاکستان کښي ده مريضانو خدمت کووي. او نوئي ۴ ادارےقائم کړے شوي چي پکښي يودا هسپتال "سينور" هم دے.
ده هسپتال په سيدو شريف کښي ده "والي سوات" بنګلے ته بالکل مخامخ ده سړک په غاړه په يوه لويه رقبه جوړ کړے شوےدے. دي هسپتال کښي ده وخت مطابق جديد ترين ټيکنالوجي حامل سهولتونه موجود دي. نه صرف چي ده دي هسپتال عمارت ډير اعلي ترين جوړ کړے شوے دے بلکه دلته ده کينسر ده تشخيص، علاج معالجے او تحقيق ده پاره هم سهولتونه موجود دي. سينور هسپتال کښي اعلي تعليم يافته سټاف موجود دے، که هغه سائنسدانان دي، ډاکټران ، ټيکنيکل سټآف او که طبعي يا تيکنيکي معاونين، ټول په خپلو شعبو کښي ماهران کسان يي راغونډ کړي دي. او ده سوات ده سمي قابل ګولډ مډلسټ افرادو سره سره ده ټول پاکستان قابل افراد پکښي موجود دي.
په دي هسپتال کي موجود ده مرض تشخيص، علاج معالجه، تحقيق او نور تفصيلات ده انګريزي په بلاګ پوسټ کښي موجود دي، چي لنک يي دلته دستياب دے.
سينور هسپتال سيدوشريف کښي ده غريبو مريضانو ده مرستے دپاره يو کميټي قائم کړے شوي ده چي مشري يي يو بورډ کوي چي پکي ده علاقے مشران شامل دي.دا بورډ ده غريبو مريضانو دپاره ده سهولتونو دستيابي، ده هسپتال کارکردګي او نورو کارونو باندي نظر ساتي. سينور هسپتال په تيرشوي ده "ډينګي وائرس" په سوات باندي ده حملے په وخت ده عوامو ده سهولت دپاره ده ډينګي ټيسټ ده پاره ليبارټري قائم کړي وه او ده خلقو خدمت يي کړے وو.دوي داشان نور هم ډير سهولتونه عوام ته رسوي. 

0 comments:

Post a Comment