Thursday, June 6, 2013

1:06 PM
ده کمو ماشومانو چي پا خاريو کي ژوند تير شي نو هغوي په يو مخلوط معاشره کښي پاتي شي، ده سه ده وجي نه چي ده هغوي په ژبه کم اثر کښګي نو ده هغي لکه بله دوي ته په خالصه پښتو کي خبري کوول او ليکل ډير ګران شي. هم ده دغي تجربے نه زه په خپله هم تيريګم. په کال دوه زره کښي چي زما ده والد صاحب ټرانسفر سوات ته اوشو نو ماته په کالج کښي ډيره ګرانا وه چي په خالص پښتو کښي خبري اوکم، خو ورو  ورو  مي ډير الفاظونه ازده کړو. ده پنځم جماعت پوري مي چي په سکول کښي کمه پښتو په کتابونو کي لوستي وه هغي لکه بله زه ډير خوشحاله يم چي نن زه ليکل کولے شم. زما ياد شي چي په جهانزيب کالج کي ده پښتو يوه تقريري مقابله وه، ما پکښي هم ناساپه حصه واغسته او په پښتو کښي مي تقرير اوکړو، زما ياد دي چي ماپکښي ډير زيات ته اردو الفاظ استعمال کړي وو او دغه شان يو سو ورځي مخکي يو ملګري ده سوات په حواله ريډيو پاکستان ته ده پښتو په يو پروګرام کي بلنه راکړه نو هلته هم زما حالت ټهيک نه وه، زکه چي ماله هغه شان پښتو کښي خبري کوول نه راتلل چي کم يو پښتون له پکار وي. زما کوشش دے چي په دے بلاګ زه خپله پښتو مضبوطه کم او تاسو نه هم سه ايزده کړم. اميد لرم چي تاسو به زما دلته تصحيح اوکړئي او نوئي نوئي ټکي او الفاظونه به راته اوخائيي. او دا خواست به هم کوم چي تاسو هم راشئي او ده خپلو خيالاتو اظهار په خپله ژبه کي اوکړئي. ډيره مننه

0 comments:

Post a Comment