Thursday, February 20, 2014

5:12 PM

ژبه د علم او رابطې داسې ذريعه ده چې انسان يې د نورو مخلوقاتو نه ممتاز کړے دے، د نړۍ ټول قامونه د علم او رابطې لپاره خپله مورنۍ ژبه استعمالوي خو پښتانۀ خپله ژبه پښتو د علم او رابطې دپاره کمه استعمالوي،
"پوهه فاؤنډېشن"، "ځلنده پښتو مجله" ، "وياړ مجله" او "دي پښتوډاټ کام" (thepashto.com) د فرورۍ په ۲۱ دَمورنيو ژبو نړيوالې ورځې په موقع د پښتو د ترقۍ د پاره په ارکائيوز هال، پېښور عجائب ګهر سره نيزدې د يوې سترې غونډې تابیا کړې ده۔
دغه غونډې ته دَپښتو ژبې پوهان رابلل شوي دي۔
په دغه غونډه کښې به په لاندینو موضوګانو ويناوې کېږي ـ
۱۔ پښتو لغت
۲ پښتو ليک دود
۳ د پښتو د ترقۍ دپاره سرکاري او اولسي هڅې

تاسو ته د مورنۍ ژبې په دغې غونډه کښې د ګډون بلنه درکوو او هيله لرو چي په دې قامي کار کښې به له مونږ سره ګډون اوکړئ۔

په پښتنه مینه او درنښت
شفيق ګيګيانې 
03339216118
عمران اشنا
03339462448
حيات روغانے
03331933271

0 comments:

Post a Comment