Thursday, June 6, 2013

11:09 AM

لاليه! بيرته خپل وطن ته راشه
دلته ته اوس ډېرې خوشحاليانې دى
خورى د امن رڼا ګانې دى
په مخ د هر چا خنداګانې دى
چاپيره ټولى ښکلاګانې دى
مستى د پيغلو اداګانې دى
د وړو شور او ګډاګانى دى
لاليه! بيرته خپل وطن ته راشه
دلته ته اوس ډېرې خوشحاليانې دى
دلته اوس هاغه ظالمان نيشته 
هغه د مىنى دشمنان نيشته 
د پاکى خاورى غداران نيشته 
د انسانانو قصابان نيشته 
لاليه! بيرته خپل وطن ته راشه
دلته ته اوس ډېرې خوشحاليانې دى
سپرلے راغلے دے ګلونه ډېر دى
شړشم زيړ شوى چمنونه ډېر دى
د ميئنانو محفلونه ډېر دى
زيړ مازيګر کښى ديدنونه ډېر دى 
لاليه بيرته خپل وطن ته راشه
دلته ته اوس ډېرې خوشحاليانې دى
ستا په راتلو به مى خوږ زړۀ ټکور شى
په سوو دشتو کښى سپرلے به خور شى 
په خاموشۍ کښى راپىدا به شور شى
سترګى زما به بىا دا ستا په لور شى 
د نورو ښکلو نه به زړه مې تور شى
فياض ظفر به چرته خپل په کور شى
لاليه بيرته خپل وطن ته راشه
دلته ته اوس ډېرې خوشحاليانې دى

0 comments:

Post a Comment